Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې د ۶۰ غوره ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالي وشوې

یییییییی

د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د ۶۰  غوره ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالي ترسره شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر ذبیح‌الله وهاج سلام‌وطندار ته وویل، دا سیالي د پهلوانۍ ورزشي څانګې د پنځو لوبډلو – اتحاد تکانه، جلرېز زیبا، علي مولا، ستاره تکانه او جلریز ځوانانو – ترمنځ سیالي ترسره شوي دي.

هغه وویل چې په یادو سیالیو کې ۶۰ غوره ورزشکارانو په درېیوو کټګوریو (کوچنایانو، ځوانانو او لویانو) ګډون کړی وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


وهاج وویل، د جوړو شویو سیالیو په پای کې اتحاد تکانه د ۹ طلایي مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام او ستاره تکانه د ۶ طلایي مډالونو په ګټلو سره دویم مقام ترلاسه کړ او په پای کې مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

نوموړي زیاته کړه، چې له یادو سیالیو جوړیدو څه موخه پهلواني ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول، د ورزشکارانو ظرفیت او تجربو پياوړي کول وو.

د  جوړو شویو سیالیو ګډونوالو هم خوښ دي چې په دغه ولایت کې ورزشکارانو ته د پهلواني سیالي ترسره کولو زمینه برابره شوه، خو ټینګار کوي چې ورته سیالۍ دې د ولایتونو په کچه هم جوړې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام