Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې یوې مېرمنې لسګونو اوزګاره ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

ښځې خیاطي ۴

په داسې حال کې چې بېکاري هېواد کې د ډېرو ښځو لپاره پر یوې جدي ټولنیزې ستونزې بدله شوې، لوګر کې د حمیرا هاشمي په نوم یوې هوډمنې میرمنې د لسګونو بېکاره ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړې.

حمیرا هاشمي خپل کور کې د خیاطۍ له یوه کوچني ماشین څخه خپل کار پیل کړ.

هغه وایي، په پیل کې یې یوازې د کورنۍ او نږدې خپلوانو لپاره جامې ګنډلې، خو ورو ورو د سیمې خلکو پرې باور وکړ او خپلې جامې یې د ګنډلو لپاره ور وړلې.

د همدې هڅو پایله دا شوه چې هغه وکولی شي له خپل شخصي عاید څخه څو نور د خیاطۍ ماشینونه واخلي او یو منظمه کارخونه جوړه کړي.

دامهال د حمیرا هاشمي په خیاطۍ کارخونه کې ۲۳ ښځې په کار او زده‌کړو بوختې دي.

دا کارخونه نه یوازې د جامو ګنډلو مرکز دی، بلکې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا، ځان‌بسیا کېدو او د ټولنیز باور لوړولو یو مهم بنسټ هم بلل کېدی شي.

«زما اساسي موخه دا وه چې بېکاره ښځو ته د کار زمینه برابره کړم او هغوی له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودرووم. که دوامدار ملاتړ راسره وشي، کولی شم د لا ډېرو ښځو لپاره هم د سالمې بوختیا زمینه برابره کړم.»

نوموړې زیاتوي چې له یو کال هڅو وروسته یوې مرستندویه مؤسسې يې ملاتړ وکړ او برقي ماشینونه او د کار لومړني وسائل یې ورته برابر کړل.

همداراز، د دې کارخونې تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه، تولید شوي توکې نندارتونونو ته هم وړاندې شول.

د خیاطۍ ترڅنګ، په دې کارخونه کې د مربا جوړونې چارې هم ترسره کېږي چې په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې د ښځو لپاره د عاید بله سرچینه ګرځېدلې.

فوزیه چې د دې کارخونې له زده‌کوونکو څخه ده وايي: «دا کارګاه یوازې د زده‌کړې ځای نه دی، بلکې زموږ په څېر ښځو ته د ښې راتلونکي هیله راکوي. ما پخوا هېڅ عاید نه درلود، خو اوس کولی شم خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سعدیه، د دې کارخونې بله زده‌کوونکې ده او د دې کارخونې ټولنیز او رواني اغېز هم مهم بولي.

د هغې په وینا، بېکاري یې رواني ستونزې زیاتې کړې وې، خو له دې کارخونې سره تر یوځای کېدو وروسته یې نه یوازې مسلک زده‌کړ، بلکې پر ځان باور او رواني ارامتیا یې هم بېرته ترلاسه کړه.

«مخکې له دې چې دې کارګاه ته راشم، د بېکارۍ له امله له ډېرو رواني ستونزو سره مخ وم او د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت هم ډېر کمزوری و. کله چې خبر شوم زموږ په سیمه کې یو کارګاه جوړ شوی، د خیاطۍ دې کارګاه ته ورغلم او د یو کال په موده کې مې خیاطي زده کړه. نوموړې زیاتوي: د جامو په ګنډلو سره مې نه یوازې د عاید یوه سرچینه برابره کړه او د خپلې کورنۍ اقتصاد ته مې مرسته وکړه، بلکې تر ټولو مهمه دا چې زما رواني ستونزې هم ښې شوې دي.»

د حمیرا هاشمي دا نوښت ښيي چې که افغان ښځو ته فرصت ورکړ شي او ملاتړ یې وشي، کولی شي د کار پیداکولو کې بریالۍ بېلګې وړاندې کړي.

 دا یوازې د لوګر کیسه نه ده، بلکې په کابل او یو شمېر لرې پرتو ولایتونو کې هم ګڼې فعالې ښځې د یو شمېر مرستندویه بنسټونو په مالي ملاتړ او همکارۍ د سواد زده‌کړې او دوامداره کار لپاره هڅې کوي.

د حمیرا هاشمي د خیاطۍ کارخونه د ښځو د هڅو، زغم او پر ځان‌باور یو ژوندی انځور دی، هغه انځور چې کولی شي د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نورو ښځو لپاره هم الهام بخښوونکی اوسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام