Asset 1SWN

سلام وطندار

فاریاب کې یوې مېرمنې نورو ته د خیاطي زده‌کړې کارخونه جوړه کړې

WhatsApp Image 2026-02-08 at 3.25.07 PM

د فاریاب د المار ولسوالي اوسېدونکې حمیرا ایوبي میمنې ښار ته له راتلو وروسته د خیاطي کوچنۍ کارخونه جوړوي چې نه یوازې دې، بلکې نورو نجونو او مېرمنو ته هم د عاید پر یوې سرچینې بدله شوې ده.

ایوبي واده کړی او لوړې زده‌کړې کړي او له واده وروسته یې، دارالمعلمین او قابلګي زده‌کړې کړې دي. هغه وايي چې دې کوچنۍ کارخونه کار کول، تر یوه بریده د دې د کورنۍ اړتیاوې برابروي.

هغې وویل: «غواړم په خپلو پښو ودرېږم، د کورنۍ عاید پر ما دي او  د لګښتونو مسوولیت هم زه لرم. نور هم کار کوي، خو لږ.»

حمیرا د یادې کوچنۍ کارخونې د جوړولو پرمهال له لوړو او ژورو تېره شوې او زیاتوي چې دې ځای ته رسېدل، له ستونزو سره مل وو چې په وینا یې، دا ورته نه‌ده تسلیم شوې.

په ورته مهال د نوموړې د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله له دې مرکز څخه ۴۲ مېرمنې فارغې شوي او اوس نږدې ۲۰ نجونې د خیاطي پر زده‌کړې بوختې دي.

حمیرا زیاتوي چې دغه کارخونه کې زده‌کوونکې له شپږ میاشتنیو زده‌کړو وروسته فارغېږي. «له شپږو میاشتو وروسته مې زده‌کوونکي فارغېږي. هر ۶ میاشتې وروسته فارغېږي او اوس ۲۰ زده‌کوونکي لرم. خیاطي په مسلکي ډول زده‌کوي. تر یوه حده مې ځینو ته معاش هم ورکړی دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه کوچنۍ کارخونه اوس یوازې په میمنې ښار پورې محدوده نه‌ده، د «کیبابو» کنډل شوي جامې اوس د فاریاب مرکز، شاوخوا ولسوالیو، نورو ولایتونو او حتی له هېواده بهر بازار ته هم رسېدلي دي.

حمیرا وایي: «زموږ ډېری کنډل شوي جامې تخار، بغلان او کابل ولایتونو کې پلورل کېږي. له ایران څخه هم فرمایشونه راغلي وو، چمتو مو کړل شوي او استول شوي دي.»

له دې سره سره حمیرا ته دا لاره اسانه نه‌وه، د خامو موادو نشتوالی، د خیاطۍ وسایلو کمښت او د مختلفو ماشینونو نشتوالی په لومړي کال کې حمیرا له جدي ستونزو سره مخ کړه. خو نن هغه په خوښۍ سره د خپل کارخونې د پراختیا خبرې کوي او وایي چې دا مرکز اوس د پخوا په پرتله پراخ شوی دی.

نوموړې پلان لري چې په راتلونکې کې دا کارګاه نوره هم وغځوي، خپلو شاګردانو ته معاشونه وټاکي او د هغې په وینا، په دې لاره کې د بنسټونو او همکارو ادارو ملاتړ ته اړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې د وروستیو کلونو پرمهال له زده‌کړو او کار پاتې نجونې، مسلکي چارو له هغې ډلې خیاطي، ګلدوزي، کیک او کلچې پخولو او نورو کورنیو کارونو ته مخه کړې ده. څو له دې لارې وکولای شي، هم ځان بوخت کړي او هم د کورنۍ نفقې برابرولو کې ونډه واخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام