د کابل ښار په یوه نسبتاً ارامه کوڅه کې یو کوچنی، خو له هیلو او انګېزو ډک هغه ښوونځی چې بنسټاېښودونکې یې یوه ځوانه نجلۍ ده.
مدینه منصور نومیږي چې په خپل زیار، حوصلې او پر ځان باور له لارې یې خپله پخوانۍ هیله په حقیقت بدله کړې.
هغه څلور کاله وړاندې له ښوونځي فارغه شوې، خو د ډېرو همزولو برعکس یې پرېکړه کړې چې خپل ژوند د زدهکړې او نورو ته د خدمت له لارې پر مخ یوسي.
مدینې منصور د خپلو لومړیو کلونو په ترڅ کې په یوه ښوونیز مرکز کې ماشومانو ته تدریس پیل کړ، وروسته یې څلور کاله په یوه ښوونځي کې د ښوونکې په توګه کار وکړ او بالاخره یې یو کال وړاندې خپله یو لومړنی ښوونځی جوړ کړ.
د هغې درسي ټولګي په پیل کې ډېر ساده وو؛ کله به په یوه کوچنۍ خونه کې او کله به په محدود چاپېریال کې تدریس کېده، خو هغه څه چې د هغې کار یې ځانګړی کاوه، د روښانه راتلونکې لپاره هیله، انګېزه او ماشومانو ته د خدمت احساس او همداراز هغو ښځو ته د کار فرصت برابرول چې له کاره پاتې وې.
«له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته مې تدریس پیل کړ او په یوه ښوونځي کې مې د ښوونې دنده ترسره کړه. څلور کاله په تدریس بوخته وم او په دې موده کې مې ډېرې تجربې ترلاسه کړې. تل مې دا هیله درلوده چې یوه ورځ خپله یو ښوونځی ولرم.»
هغه زیاتوي چې دا ښوونځی یې د خپلو دوستانو په همکارۍ او ملاتړ د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ کړی.
دغه ښوونځي کې اوس هره ورځ د زدهکړې او هیلو غږ اورېدل کېږي.
«ما پرېکړه وکړه چې خپله یو ښوونځی جوړ کړم او د هڅو او د ملګرو په مرسته مې وکولی شول چې د دوه لکه افغانیو په لګښت په کابل ښار کې یو مکتب تأسیس کړم او ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره کړم.»
دامهال ۱۸۰ زدهکوونکي په دې ښوونځي کې په زدهکړو بوخت دي؛ هغه نجونې او هلکان چې تر شپږم ټولګي پورې به دلته درس ووایي.
«له نېکمرغه دامهال زموږ په ښوونځي کې ۱۸۰ زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي چې له دې ډلې ۹۰ نجونې دي او پاتې هلکان دي او تر شپږم ټولګي پورې زدهکړې کوي.»
هغې همداراز وویل چې د دې ښوونځي ټول کارکوونکي ښځې دي.
«زموږ ټول پرسونل ښځینه دي؛ له مدیریت، اداري برخو، ښوونکو او کارکوونکو پورې ټولې ښځې او نجونې دي، یوازې ساتونکي (ګارډان) نارینه دي.»
مدینه منصور وایي، دې مرحلې ته رسېدل ورته اسانه نهوو او له ګڼو ستونزو سره مخ شوې.
هغه نورو نجونو ته سپارښتنه کوي چې هېڅکله ناهیلې نهشي او په هر ډول شرایطو کې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي.
«زه غواړم ټولې نجونې هیلهمندې وي او د شرایطو او د امکاناتو د نشتوالي پلمه ونه کړي، بلکې په هڅې او هوډ سره خپلو موخو ته ورسېږي. زه خپله هم د ډېرو سختیو له تېرېدو وروسته دې ځای ته رسېدلې یم.»
د مدینه منصور کیسه د داسې ارادې روایت دی چې د ستونزو پر وړاندې تسلیم نهشوه او وتوانېده د دې ښار په یوه سیمه کې د زدهکړې څراغ بل وساتي؛ هغه څراغ چې هره ورځ د ماشومانو په شتون لا روښانه کېږي.