Asset 1SWN

سلام وطندار

اسټرالیا کې یوه نهنګ پر مېرمنې برید کړی

download

د اسټرالیا په سډني ښار کې د سمندر پر غاړه یوه مشکوک لوی نهنګ  یوه مېرمن وژلې ده.

د راپورونو له مخې، دې مېرمنې د سډني ساحل کې د سرفبورډ  (surfboard) لوبه کوله چې د یوه لوی نهنګ له لوري پرې برید شوی دی.

د پولیسو او ژغورونکو په وینا، پېښه نن شنبه، اګسټ شپږمه رامنځته شوې او د یاد ښار د اوسېدونکو اندېښنې یې راپارولې دي.

دا پېښه د سډني په ساحلي تاریخ کې د نهنګانو دویم مرګونی برید بلل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مخکې له دې ۲۰۲۲ کې د بریتانیا یو ۳۵کلن ښوونکی هم د یوه نهنګ له‌خوا وژل شوی و چې دا پېښه ۱۹۶۳کال راهیسې په سډني کې لومړنۍ پېښه ګڼل کېږي.

پولیسو او ژغورونکو د ساحلونو د امنیت لپاره بیړني تدابیر نیولي او خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې تر بلې خبرتیا ساحلي سیمو ته له ورتګ ډډه وکړي. د چارواکو په وینا، د پېښې کره جزییات لا تراوسه ناڅرګند دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام