د خوست په ګربز ولسوالي کې د لېژې بند چې تېره پنجشنبه، ګټېاخیستنې ته سپارل شوی و، اوبو وړی او ویجاړ شوی دی.
د خوست ولايت مقام څخه نن چهارشنبه، غبرګول اوومه، په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لیژې بند، د زياتو اورښتونو او سېلابونو له امله مات او ویجاړ شوی دی.
خبرپاڼه راغلي چې د ياد بند د ويجاړېدو په اړه د اړونده مسلکي او تخنيکي ټيمونو له لوري هر اړخيزې څېړنې پيل شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې ډاډ څرګند شوی چې هېڅکله به د خلکو له هيلو سره لوبې نه کېږي او د ستونزې حل په موخه به اړين ګامونه اخیستل کېږي.
د يادونې وړ دی چې ګربزو ولسوالي کې د ليژې اوبو کوچنی بند چې د شاوخوا شل ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوی تېره پنجشنبه ګټېاخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه بند یوه برخه د سېلاب اوبو ويجاړه کړې چې په ټولنيزو رسنيو کې يې د خلکو پراخ غبرګونونه را پارولي دي.