د یادې اوبورسولو شبکې د جوړولو چارې د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست له لوري، د افغان کډوالو لپاره د ډنمارک کمېټې (DACAAR) په مالي مرسته، د غزني د ګیرو ولسوالي د «غوندناني» په کلي کې پلې کېږي.
د غزني د کلیوبیارغونې او پراختیا رییس محمدقاسم امیني وایي، دغه شبکه د سل متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او په جوړېدو سره به یې، شاوخوا اووه سوه کورنۍ له پاکو او صحي څښاک اوبو څخه برخمنې شي.
د نوموړي په وینا، دا پروژه به په درې کاري میاشتو کې بشپړه شي او د کار پرمهال به لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ګیرو ولسوالي اوسېدونکو د یادې پروژې د تطبیق هرکلی کړی او له مسوولو ادارو غواړي چې د صحي څښاک اوبو د برابرولو په برخه کې نورې پروژې هم په دې ولسوالۍ کې عملي کړي.
د دوی په وینا، د پاکو اوبو نشتون خلک دې ته اړ کړي چې د کاریزونو او ویالو له اوبو څخه د څښاک لپاره استفاده وکړي.