Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د اوبورسولو یوه شبکه ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوه

5b395528-fe13-4b2f-b2ff-3dab846d8af2

د لوګر د څرخ ولسوالي په اب‌جوش کلي کې د اوبورسولو یوه پروژه د نږدې اووه میلیونه افغانیو په لګښت چې په ۲۴ میاشتو کې بشپړه شوې، ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لوګر د والي ویاند صدیق احمدصدیقي سلام‌وطندار ته وویل چې یاده پروژه د یونېسف په مالي ملاتړ، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او د خلکو په ګډ مشارکت جوړې شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


صدیقي زیاته کړه چې له دغې شبکې سره به شاوخوا ۳۵۳ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته دایمي لاسرسی ومومي.

د څرخ ولسوالي اوسېدونکي هم د دې پروژې له بشپړېدو خوښ دي، خو ټینګار کوي چې دغه شبکه د ولسوالي ټولې اړتیاوې نه‌شي پوره کولی. هغوی له مسوولانو غواړي چې د څرخ ولسوالي په پاتې کلیو کې هم ورته د اوبورسولو شبکې جوړې شي، څو د سیمې د خلکو د پاکو اوبو ستونزې په بشپړ ډول حل شي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام