د هرات محلي چارواکي وايي چې نن یکشنبه، وږي ۱۶مه، په د ګلران ولسوالي په «زیارت بابای فرق» کلي کې د اوبو د یوه بند د جوړولو چارې پیل شوې دي.
دغه ولایت کې د سرې میاشتې د څانګې د دفتر رییس احمدراشد وايي چې دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې مالي ملاتړ لاندې «د اقلیمي بدلون پر وړاندې هوښیارې کرنې» تر عنوان لاندې پلې کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راشد زیاته کړه چې د پروژې ټول لګښت ۱۲.۵ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی. د پروژې کار په دوو پړاوونو کې کېږي او په اوس وخت کې ۳۲ مسلکي او غیرمسلکي کارګرو ته د کار کولو زمینه هم پهکې برابره شوې ده.
هرات کې د سرې میاشتې د څانګې د دفتر رییس احمدراشد زیاتوي چې په دویم پړاو کې به د ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې بزګرانو ته د پستې ونې ورکړل شي او د اقتصادي ملاتړ لپاره به پرې نغدي مرستې هم ووېشل شي.