Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل ته د بېلاروس د یوه پلاوي سفر؛ د اړیکو پراختیا او همکاریو غوښتنه شوې

GhEVY8UWYAAErQj

 د بهرنیو، کورنیو، صنعت او سوداګرۍ او د کانونو او پترولیم وزارت مسوولان وايي، د بېلاروس هېواد د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو د لومړي مرستیالانو په ګډون د دغه هېواد د پانګوالو یوه پلاوي کابل ته د سفر پرمهال د یادو وزارتونو له چارواکو سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمدعباس ستانکزي د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوکاشویچ سره لیدنه کې کابل ته د بېلاروسي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې مهم بدلون او د اوږدمهاله همکاریو لپاره یو پیل بللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وویل، بېلاروسي پلاوي ډاډ ورکړی چې هېواد یې اسلامي امارت سره بېلابېلو برخو کې د همکاریو لپاره چمتو دی.

نوموړي وویل: «ستانکزي کابل ته د خپل بېلاروسي سیال سفر د دوه اړخیزو اړیکو یو مهم تحول یاد کړی او د اوږدمهاله همکاریو لپاره یو ښه پیل وبله. دواړو لوریو هوکړه وکړه چې مسلکي ټیمونه دې د یاو همکاریو پراختیا په موخه کابل او مېنسک کې خپلې خبرې دوامداره وساتي.»

د صنعت او سوداګرۍ او د کانونو او پترولیم وزارتونو مسوولان هم وايي، بیلاروسي پلاوي د دغو وزارتونو له چارواکو سره لیدنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د کچې لوړولو او د افغانستان کانونونو کې د پانګونې غوښتنه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزده عبدالسلام جواد وویل: «د بېلاروس جمهوریت د صنایع وزارت معین د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا باندې ټينګار وکړ او افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتېدو غوښتونکی شو. د یاد وزارت سرپرست هم دې لیدنه کې د سوداګرۍ د بېلانس پر تعادل ټينګار وکړ او د ګډو نندارتونونو، تجارتي کنفرانسونو، د دولتي پلاویو ترمنځ سوداګریزې ناستې جوړېدو باندې هوکړه وکړه.»

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان بیا وویل: «دې لیدنه کې د پلان او پالېسۍ معین وویل چې افغانستان کې بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې او اسانتیاوو ښه فرصتونه برابر شوي او کولای شي، پر کانونو پانګونه وکړي. د هغه هېواد پانګوالو د تالک، مرمر، ډبرو سکرو او ګرانېټ کانونو باندې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او اسلامي امارت سره د ګډ کار غوښتونکي شول.»

د اقتصادي چارو کارپوهان افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د هېوادونو د هڅو موثریت، د هوکړو عملي کولو پورې تړلی بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه نبي افغان وویل: «د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه لامل شوې چې سیمه کې تحول رامنځته شي او هېوادونه د بدیلو لارو په لټه کې دي چې سوېلي‌اسیا هېوادونو ته لاره پیدا کړي چې افغانستان یې، ښه لاره ده؛ دا د افغانستان لپاره مثبت دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بېلاروس د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو برخې مرستیال عبدالله مختار سره لیدنه کې پر امنیتي مسایلو او له مخدره توکو سره پر مبارزې بحث او خبرې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام