Asset 1SWN

کابل کې د لاسي‌توکو پلورونکې: بې‌وزلي پر سړک د توکو پلور ته اړ کړي یوو

دست_فروشان زن

کابل کې د سړکونو پر غاړه د لاسي توکو پلورونکې وايي چې د بې‌وزلي له امله هره ورځ له سهار تر ماښامه د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو لپاره خپله ټوله ورځ پر سړکونو تېروي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې ستونزې یې ډېرې او ژوند یې له کړاوونو ډک دی. یادې مېرمنې زیاتوي چې مجبوریت او تنګسیې اړ کړې چې یوې مړۍ ډوډۍ پسې له کوره بهر راووځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نجیبه چې د کابل ښار پُل‌سرخ سیمه کې لاسي‌توکي پلوري، وایي، د خپل ناروغ خاوند او اوو ماشومانو د اړتیاوو برابرولو لپاره ټوله ورځ د کاغذي دستمال پر پلور تېروي.

هغې وویل: «سهار اته بجې له کور بهر راوځم. اووه اولادونه لرم او خاوند مې د زړه ناروغي لري او کار نه‌شي کولی. زه اړ یم چې ډوډۍ راوړم، د ورځې ۲۰۰ افغانۍ کار کوم.»

نجيبه زیاتوي چې د لاسي توکو پلور پرمهال د ځینو کسانو له‌خوا ځورول کېږي چې په وینا یې، دې ته یوازې حلاله ډوډۍ ګټل، مهم دي. «دلته چې ناسته یم، زرګونه کسان راته ګوري، وايي، څه رنګ ښځه ده، خو زه بده نه‌یم او یوازې کار کوم او خپلو اولادو ته حلاله ډوډۍ ګټل راته مهم دي او هر څه دي راته.»

د کابل په یوه بله څنډه کې د حلیمې په نوم مېرمن چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده، وايي، له درېیو کلونو راهیسې د ښار پر سړکونو د ماشومانو جامې او خوراکي توکي پلوري. د هغې په وینا، پخوا یې رسمي دندې کړي، خو اوس وزګاره ده.

هغې وویل: «زه له دریو کلونو راهیسې دا کراچۍ راسره ده او کار کوم. د ملګروملتونو دفتر کې مې د خیاطې په توګه کار کاوه. ماشوم واړه دي، ښوونځي ته ځي. زما لوڼې ځوانې دي او د زده‌کړو لپاره پیسو ته اړتیا لري. سهار له لمانځه وروسته ځم، کله کله ۲۰۰ افغانۍ او کله بیا ۳۰۰ افغانۍ ګټم او د کور کرایه هم ورکوم.»

فریبا بیا وايي چې د کمزوري اقتصاد له امله اړ ده چې د خپلې کورنۍ اړتیاوو برابرولو لپاره کار وکړي. که څه هم د نوموړې خاوند کار کوي، خو وايي، اړتیاوې یې، پرې نه‌برابرېږي. «موږ کاغذ خرڅوو، ځکه چې زموږ اقتصاد کمزوری دی، زموږ د نارینه‌وو لپاره کار نشته، موږ باید کور څخه راووځو. موږ په کور کې نهه کسان یوو، په دې ګرمۍ کې، که موږ انرژي لرو، که یې نه‌لرو باید باید کار وکړو. که حکومت د کار زمینه برابره او معاش راکړي، کار کوو او له بازار به هم ټولې شو.»

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب په اقتصادي وده کې د ښځو ونډې ته په اشارې سره وايي، هڅه کوي چې د کوچنیو کاروبارونو په ملاتړ، د کورنیو تولیداتو او سوداګرۍ ته د بازارموندنې له لارې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل: «زموږ موخه د فقر کچې ټیټول او د دوامدار کاري زمینې او پرمختګ رامنځته کول دي. ښځې اقتصادي وده کې ښه ونډه لوبولی شي چې کولای شي، د فقر کمښت، د ملي عوایدو زیاتوالی او د کورنیو اقتصادي ودې کې مهمه ونډه لري. د کوچنیو سوداګریو، کارخونو ملاتړ او بازار موندنې برخه کې کار روان دی او له دې لارې به ښځو ته د کار زمینه برابره شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې نه یوازې په کابل، بلکې په نورو ولایتونو کې هم د بې‌وزلۍ ، د ښځو کار د مخنیوي او د کورنیو ناوړه اقتصادي وضعیت له امله ښځې د  سړکونو پر سر کار کولو ته اړ کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام