د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو دوه کلن ماشوم له تښتونې وروسته وژل شوی دی.
د خوست د امنیې قومنداني ویاند مستغفر ګربز وایي چې د محمد په نوم دغه ماشوم څو ورځې وړاندې تښتول شوی و چې جسد یې بېګاه شپه (زمري نهمه) پیدا شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ګربز په وینا، یاد ماشوم د خوست مرکز متون اړوند ورغه سیمه کې له خپل کور څخه انسان تښتونکو برمته کړی و او د خوشېکېدو په بدل کې یې د ماشوم له کورنۍ څخه د «یولس زره» امریکایي ډالرو غوښتنه کړې وه.
د خوست د امنیې قومنداني ویاند مستغفر ګربز همداراز وویل چې د دغه ماشوم د کورنۍ له لوري د غوښتل شویو پیسو نه ورکړې له امله انسان تښتونکو یاد ماشوم وژلی دی.
مستغفر ګربز همداراز زیاته کړه چې د یاد ماشوم جسد یې د معروفخان نوم کس له کوره پیدا کړی دی.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو د معروفخان په ګډون د یاد کس د کورنۍ ټول غړي نیولي او دا مهال ترې څېړنې روانې دي.
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته پېښې شوې چې د ډېرو یې لامل کورنۍ ستونزې او تاوتریخوالي وو.