Asset 1SWN

سلام وطندار

د هېواد شمال کې په ۴۵ میلیارده افغانیو ښارګوټی جوړېږي

HBqTgfjWsAAsIB9

کندوز کې د سپین‌زر امارتي شرکت له لوري د ۴۵میلیارد افغانیو په ارزښت په ۱۵۰ جریبه ځمکه دغه استوګنیز ښارګوټی جوړېږي.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست نن شنبه حوت ۲ / فبروري ۲۱ پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه ریاست او د کور او ښار جوړولو وزارت له منظورۍ او د اداري پړاوونو له بشپړېدو وروسته به، د دې پروژې عملي چارې ډېر ژر پیل شي.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست زیاته کړې چې دغه ښارګوټی له نړيوالو معيارونو سره سم طرحه شوی او په بشپړېدو سره به یې د شمال‌ ختيځ زون د مرکزي سیمې کندوز څېره نوې شي.

همدارنګه د دغه ښارګټي په جوړېدو سره به ځایي اوسېدونکو ته ګڼې سوداګریزې، استوګنیزې او اقتصادي اسانتیاوې رامنځته شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام