خوست کې چارواکي وايي چې د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت امنیه قومنداني ته د معیاري ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.
د امنيه قومنداني ودانۍ د جوړېدو د چارو پيل مراسمو کې د کورنيو چارو سرپرست سراجالدين حقاني وايي، د امنيتي ځواکونو لپاره به ټول هغه امتيازات او امکانات برابر کړي چې د هغوی روحيه پرې پياوړې کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سراجالدين حقاني وويل، امنيتي ځواکونو د هېوادوالو د امنيت لپاره شپه او ورځ پر ځان يوه کړې او هېواد کې يې امنیت ټينګ کړی دی.
هغه وويل: «موږ امنيتي ځواکونه ډېر د تقدير وړ دي. د دوی لپاره به هر هغه امتيازات چې د دوی روحيه ورباندې پياوړې کېږي، هغه به ورته برابروو.»
د کورنیوچارو وزارت سرپرست همداراز زیاته کړه چې اوس شرعي نظام حاکم دی او د هر چا حقوق پهکې خوندي دي.
د خوست امنيه قومنداني لپاره نوې ودانۍ د ښار اړوند ازادي مېنه کې پر ۴۲جريبه ځمکه جوړېږي.
د مسوولانو په وينا، ياده ودانۍ په درېوو پوړونو کې د کورنيوچارو وزارت په ۷۱ ميليونه افغانی لګښت په اساسي ډول جوړېږي چې ټولې اسانتياوې به ولري او چارې به يې په راتلونکي يونيم کال کې بشپړې شي.