د کورنيو چارو وزارت مسولان وايي چې د پکتیا جانيخېل ولسوالي لپاره يې، د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټېاخيستنې ته سپارلې ده.
د يادې ودانۍ د ګټېاخيستنې مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت تاميناتي مرستيال مولوي عبدالله مختار وويل چې سږکال د یاد وزارت په بوديجه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۳۰بنسټيزې پروژې بشپړې شوې چې له ډلې يې، ۲۳ ولسواليو ته ودانۍ جوړې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې مراسمو ته د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو عمومي رییس شريفالله الهام وويل چې ياده ودانۍ د کورنيو چارو وزارت په مالي لګښت جوړه شوې.
هغه وويل: «سږ کال د کورنيو چارو وزارت لخوا د ۳۰ تعميرونه جوړولو پروژې وې چې په هغه کې ۲۳ ولسواليو ته د تعميرونو وداني دي چې جوړيږي.په ياد ودانی ۲۲ ميليونه افغانی لګښت شوی په اساسي ډول جوړه شوې ده.»
د جانيخېلو ولسوالي مسوولان هم وايي چې له دې وړاندې د ودانۍ نشتون له امله د ولسوالي په کچه حکومتي چارې ټکنۍ او له ستونزو سره مخ وې.
د جانيخېل مرستيال ولسوال ګلامخان خبيب وويل چې د ودانۍ نشتون له امله اداري اسناد خوندي نهوو او نورې چارې يې هم له ستونزو سره مخ وې.
د مسوولانو د معلوماتو له مخې، یاده ودانۍ په درېوو پوړونو کې په اساسي ډول جوړه شوې چې ۲۶ اداري خونې او هر پوړ کې پخلنځی او تشنابونه لري چې چارې يې په نهه مياشتو کې بشپړې شوې دي.