د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د پوهنې وزارت او یوشمېر نړیوالو موسسو په همکارۍ د څه باندې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۱۹ بېلابېلې رغنیزې پروژې بشپړې او ګټېاخېستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته وویل، دغه پروژې په مرکز پلعلم او شپږ ولسوالیو کې د تېرو لسو میاشتو په موده کې بشپړې او نن ګټېاخېستنې ته وسپارل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، «سږکال لوګر ته د پوهنې اړوند ټولټال ۵۲ پروژې چې د مرکز او ولسوالیو لپاره منظورې شوې وې، له ډلې یې ۱۹ پروژو ګټېاخیستنې ته سپارل شوي او نږدې ورځو که به د ۳۳ نورو پروژه کارونه هم بشپړ شي.»
د ده په خبره، یادو پروژو کې د ۱۴ ښوونځیو لپاره عصري او مجهز ودانیو جوړول، د ۱۹ ښوونځیو ته احاطوي دېوالونه، د اوبو منظم سیسټم، لمریزې برېښنا سیسټیمونه او نور اړین ملحقات شامل دي، چې ټول لګښت یې د پوهنې وزارت او همکارو موسسو له لوري ورکول شوي دي.
د عرب په وینا؛ د یادو ټولو پروژو له پلي کېدو سره به شاوخوا ۵۰ زره زده کوونکو ته د زده کړو منظم درسي چاپېریال برابر شي.
باید وویل شي، چې اوس مهال د لوګر ولایت په کچه ۲۸۷ دولتي ښوونځي شتون لري چې له جملې څخه یې ۷۵ ښوونځي لاهم ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې له پراخو ستونزو سره مخ دي.