Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې پر ۱۲۰ بې‌وزله کورنیو مرستې ووېشل شوې

119cf715-aafb-4974-99d2-53e0bd32ae99

د میدان‌‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت او ډاکار موسسې له لوري پر شاوخوا ۱۲۰ بې‌وزله کورنیو مرستې ووېشل شوې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالله ژمن سلام‌وطندار ته وویل، په چک ولسوالي کې پر ۱۱۷ بې‌وزله کورنیو روغتیایي کېټونه چې اته قلمه مواد پکې ځای شوي، ووېشل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

همدارنګه د یاد ولایت د طبیعي پېښو پروړاندې مبارزې ریاست رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل چې له درې زیانمنو کورنیو سره په مرکز میدان‌ښار، سیداباد او مرکزي بهسودو ولسوالیو کې چې څه موده وړاندې یې کورونه د بې‌احتیاطۍ له امله سوځېدلي وو، مرسته وشوه.

نوموړي زیاته کړه، هرې بې‌وزله کورنۍ ته ۵ بوجې ۵۰ کېلو يي اوړه، یوه بوجۍ ۲۵ کېلويي ورېځې، ۱۰ دانې کمپلې، یوه دانه روغتایي کېټ، ۱ دانه د خوراکی توکو کېټ او د اشپز خانې وسایل وویل شول.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هیره دې نه وې چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان(WFP) له لوري ددغه ولایت په مرکز میدانښار او ۸ ولسوالیو کې پر اړمنو مرستې وېشل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام