Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې په ۴۷ میلیونه افغانۍ د ۱۱۰ پروژو چارې بشپړې شوې

۰۰۰

د ميدان‌‌وردګ کليو پراختيا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي، د اوبورسولو په برخه کې ۱۱۰ پروژې بشپړې او ګټې‌اخېستنې ته سپارل شوي دي.

د کليو پراختيا او بیارغونې رياست رییس مولوي راشد، ‌میدانښار کې خبریالانو ته وویل، دغه ۱۱۰ پروژې د يونېسف، ډاکار او يونفس مرستندويه موسسو په مرسته بشپړې شوې چې شاوخوا ۴۷ ميليونه افغانی لګښت پرې راغلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې ۳۲ د اوبو شبکې او ۸۷ څاګانې شاملې دي چې ۳۲ څاګانې يې نوې کيندل شوي او ۵۵ نورې ترميم شوې دي.

د نرخ ولسوالي یوه اوسېدونکي محمداجمل سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ په دغه ولایت کې څه باندې سل رغنیزې پروژې بشپړې شوې دي.

نوموړی ټینګار کوي چې دغه پروژې دې د میدان وردګ ولایت لرو پرتو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

میدان‌وردګ کې له دې وړاندې هم ګڼ‌شمېر رغنیزې پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي چې د یاد ولایت اوسېدونکو ته یې، ګڼې‌ اسانتیاوې هم رامنځته کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام