د زابل د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست د مرکز قلات ښار پر ۱۰۰بېسرپرسته یتیمانو او اړمنو کورنیو څلورډوله خوراکي توکي ووېشل چې پهکې ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ کیلوګرامه غوړي، ۲۰ کیلوګرامه لوبیا او ۱۰ کیلوګرامه بوره شامل وه.
د شهیدانو او معلولانو چارو رییس ملا عبدالحکیم دانش وویل: «یاد کمک زموږ د وزارت لهخوا شوی او زموږ هڅه دا ده چې اړمنو کورنیو ته د اړتیا وړ توکي په وخت ورسول شي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغو مرستو په ترلاسه کولو سره اړمنو کورنیو د وزارت له دې ګام څخه مننه وکړه او په وینا یې، دا ډول مرستې د بېسرپرسته یتیمانو او اړمنو لپاره یو لوی ملاتړ ګڼل کېږي.
د زابل د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست مسوولانو په وینا، په دې هڅه کې دي چې په راتلونکې کې هم د اړمنو کورنیو سره لا زیاتې مرستې وکړي.
بلخوا اړمنې کورنۍ هیله لري چې دا ډول مرستې دې دوام ومومي او د بېوزلو اړتیاوې د دې ډول مرستو له لاري تر یو بریده پوره کېدای شي.