د زابل د ټرافیکو مدیریت له لوري په دغه ولایت کې له ۱۰۰ موټرچلوونکو د موټرچلونې ازموینه واخیستل شوه.
په دې ازموینه کې ۱۰۰ موټرچلوونکي بریالي او د موټرچلوونې اړوند سندونه یې، ترلاسه کړل.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یادو ۱۰۰ موټرچلوونکو څخه له ۱۵ ورځني عملي او نظري زدهکړو وروسته ازموینه اخیستل شوې.
د زابل امنیه قوماندانۍ ویاند ذبېحالله جوهر وویل چې ټرافیکو مدیریت د ټرافیکي پېښو مخنیوي او د قوانینو پليکولو برخه کې جدي هڅې کوي.
د نوموړي په وینا، د همدې لپاره دوی په ښار کې چیکپاینټونه جوړوي او د ټولو موټرچلوونکو موټرونه کنټرولوي.
د ټرافیکو مدیریت دا اقدام د ټرافیکي پېښو د کمولو او د موټرچلوونې اصولو پليکولو لپاره مهم بلل کېږي.
له دې وړاندې هم په زابل کې ورته کورسونه او اقدامات شوي دي.