Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې سږکال په ۱۰ میلیونه ډالرو ۱۷۸ پروژې پلې کېږي

9ace36e0-3d3b-4622-9d61-b1231b995b49

د پکتيا اقتصاد رياست مسولان وايي چې سږکال دغه ولایت کې د بېلابېلو موسسو په مالي همکاري په ۱۰ میلیونه ډالرو، ۱۷۸ پراختيايي او بشري مرستو پروژې پلې کېږي.

د پکتيا اقتصاد رییس مولوي انورراشد «شنبه، لړم‌لسمه» رسنيو سره د معلوماتو شريکولو غونډه کې وويل چې ياد رياست سره په همغږۍ به سږکال په دې ولايت کې د بېلابېلو موسسو په مالي همکاري ۱۷۸ رغنيزې پروژې پلې شي چې د ځينو یې، چارې بشپړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وويل چې روان کال کې د حکومت له بوديجې هم ۳۱ پروژې د څه باندې ۵۰۰ ميليونه افغانيو په لګښت پلې کېږي.

نوموړي: «سږ ۱۴۰۳کال پکتيا کې د حکومتي بوديجي څخه ۳۱ پروژې پلې کېږي او همداشان د نړيوالو بنسټونو او موسسو له‌خوا ۱۷۸ بېلابېلې پروژې پلې کېږي چې زياتې يې پراختيايي او ځينې يې بشري پروژې دي چې شاوخوا لس ميليونه ډالره لګښت پرې کيږي په دې پروژو کې زرګونه کاريګرو ته هم پکې د کار زمينه برابره شوې ده.»

د نوموړي په وینا، د يادو پروژو د چارو ښه مخته وړو لپاره د ولايت مقام سره په همغږي يوه مسلکي کمېټه هم ګومارلې چې د دغو پروژو چارې وخت په وخت څاري.

هغه وویل: «د پروژو کارونو کيفيت لپاره مو ولايت مقام سره په ګډه يوه مسلکي کميټه هم ګومارلې ده، نو تر ډېره پورې د پروژو کارونو کيفيت هم‌ برابر دی.»

د پکتيا اوسېدونکي هم د يادو پراختيايي پروژو له پلې‌کېدو خوښ دي، خو له حکومتي مسوولانو غوښتنه کوي چې د لويو او بنيادي پروژو پلې کولو لپاره دې پکتيا کې زمينه برابره کړي.

د پکتيا مرکز ګردېز يوه اوسېدونکي عزيزخان وويل چې د موسسو له لوري پلي‌کېدونکي پروژې تر يوه بريده ګټورې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه له مسوولانو وغوښتل چې پکتيا کې دې د لويو بندونو، سړکونو او ځينې نورې لوېې پروژې پلې کړي. د مسوولانو په وينا، د يادو پروژو پلي‌کېدو پر مهال زرګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام