کندهار کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په غورک ولسوالي کې پر ۱۵۰۰ بزګرانو د غنمو وېش لړۍ پیل شوه.
دغه مرستې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د خوراک نړیوال سازمان (WFP) په مالي او د اکتید موسسې په همکاري وېشل کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندهار کرنې اوبولګونې او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایې، دغه مرسته کې هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره شامل دي.
د نوموړي په وینا، دغه مرستې د دې لپاره کېږي، څو بزګران پر وخت تخمونه ترلاسه او د راتلونکي فصل لپاره بشپړ چمتووالی ولري.
هغه زیاته کړه چې د دې مرستو موخه کندهار کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرانو او ځمکوالو ملاتړ، له کمې ځمکې څخه د لوړ حاصل ترلاسه کول دي.
د کندهار دامان ولسوالي کې هم د ۳۰۰۰ بزګرانو سره د ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شويو غنمو تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره او ۵۰ کیلوګرامه تورې سرې، مرستې د وېش لړۍ پیل شوه.