Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې د درې ولایتونو په کچه د والیبال سیالي وشوې

0cd7d90b-c881-4364-bdf8-345fe623d59e (1)

د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په کوربتوب د کابل او غزني ولایتونو ترمنځ  د والیبال سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امر ذبیح‌الله وهاج سلام‌وطندار ته وویل چې یادې سیالي د والیبال فدراسیون له لوري د میدان ښار په دولتي جمنازیوم کې جوړې شوې وې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

وهاج وایي چې په یادو سیالیو کې د میدان‌وردګ، کابل او غزني ولایتونو شپږو لوبډلو (مبارز ځواک، مبارز اتلان، مبارز ستوري، مبارز یاران، مبارز قهرمانان او مبارز ځوانان) ګډون درلود چې په پای‌لوبه کې د غزني مبارز ستوري لوبډلې د کابل مبارز ځواک ته د ۳-۱ ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولې یې خپله کړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل، د دې سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د همغږي پیاوړې کول، د غوره لوبغاړو پېژندل، د والیبال پرمختګ او ټولو لوبغاړو ته د نړۍوالو اصولو له مخې د معیاري تجربو برابرول وو.

هېره دې نه وي چې تېره ورځ هم د میدان‌وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام