د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولايت کې کورنیو توليداتو ته د بازارموندنې په موخه د ګنجينه په نوم درې ورځنی ملي نندارتون پرانېستل شوی دی.
دغه نندارتون سهشنبه، تلې ۲۴مه پیل شوی او نن او سبا دوام ولري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خوست مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت د یاد نندارتون پرانېستغونډې ته وويل چې ياد نندارتون د خوست مرکز د فوټبال لوبغالي کې پرانيستل شوی چې ۱۳۵ غرفو کې بېلابېل توکي نندارې ته کېښودل شوي دي.
هغه وويل چې ياد نندارتون د خوست او صنعت او سوداګری رياست او د باشي تبليغاتي په ګډه پرانيستی او موخه يې، داخلي توليداتو باندې د خلکو باور زياتول او بازارموندنه ده.
نوموړي وويل:«دا نن چې کوم نندارتون د ګنجينه په نوم جوړ شوی په دې کې موږ خپل توليدات خپلو خلکو ته ښيو او په دې يې پوهوو چې زموږ په لاسونو خپل جوړ شوی شی بايد په افغانستان کې استعمال شي.»
د ياد نندارتون په جوړېدو سره د توليدي شرکتونو مسوولان هم خوښي څرګندوي چې دا ډول نندارتون به داخلي توليداتو ته بازارموندنې برخه کې خورا مرسته وکړي.
د یوه توليدي شرکت مسوول محمدشفیع احمدزي وويل چې دا ډول نندارتونونه د داخلي توليداتو لپاره بازارموندنې برخه اغېزمن تمامېږي.
هغه وویل: «که چېرته موږ يو شی توليدوو او له هغه خلک خبر نشي نو هيچا ته دا مالومات نه کيږي چې دا شی ايرانی دی يا پاکستانی دی نو که دا ډول نندارتونونه جوړ شي نو خلکو ته ښودلی شو چې دا شی وطني توليد دی دا استعمالوی.»
د مسوولانو د معلوماتو له مخې، په ياد نندارتون کې قيمتي کاڼي، توليدي توکي، هنري او علمي ثار او د خوست کرنيز او لاسي توکي نندارې ته کېښودل شوي دي.