Asset 1SWN

کندهار کې د مطالعې دود لپاره «درې ورځنی نندارتون» پرانېستل شوی

11

کندهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او یوه خصوصي مخابراتي شرکت له لوري د «کتاب د علم ځولۍ» په نوم د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانېستلی دی.

د کندهار د عامه کتابتون مسوول عبدالصمد ستري سلام‌وطندار ته وایي، دغه نندارتون د کتاب لوستنې دود غوړولو او ودې لپاره جوړ شوی دی. «موږ هڅه کوو چې د نندارتون له لارې د خلکو توجه کتاب ته راواړوو، ځکه مطالعه د ټولنې د پرمختګ اساسي عنصر دی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد نندارتون ته راغلي  کتاب پلورونکي اندېښنه لري چې ټولنیزو رسنیو کې د ځوانانو ډېره بوختیا به د کتاب پلور کمزوری کړی دی.

کندهار کې کتاب‌پلورونکي حکمت‌الله وویل: «پخوا به کتابونه ډېر خرڅېدل، خو اوس د ټولنیزو شبکو زیاتې کارونې د کتاب بازار سوړ کړی دی. ځوانان باید درک کړي چې مطالعه د پوهې تر ټولو مهمه سرچینه ده.»

یوه بل کتاب پلورونکي محمدعزیز هم وویل: «که څه هم ځینې خلک لاهم مطالعه کوي، خو د ټولنیزو رسنیو پراخې کارونې زموږ کاروبار اغېزمن کړی دی. اړینه ده چې د مطالعې فرهنګ ته ځانګړې پاملرنه وشي.»

بل‌خوا د نندارتون ګډونوال ټینګار کوي چي د مطالعې ارزښت ته جدي پاملرنه وشي.

د نندارتون یوه لیدونکي عبدالرحیم غیاث وویل: «مطالعه نه یوازې د شخصي پوهې د پراختیا وسیله ده، بلکې د ټولنیز پرمختګ لپاره هم بنسټیزه اړتیا لري. دا ډول نندارتونونه باید دوامداره وي.»

په نندارتون کې زرګونه ټوکه سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي کتابونه نندارې ته کېښودل شوي دي. د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې تر درې زرو کتاب‌پېریدونکو ته ډالۍ هم ورکول کېږي، څو خلک کتاب لوستلو ته وهڅوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا نندارتون چې درې ورځې به دوام وکړي، د کتاب لوستلو د دود د پیاوړتیا او د ځوانانو د مطالعې سره د اشنا کولو لپاره یو مهم اقدام بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام