کندهار کې د باروړونکو موټرو لپاره د نوي ترمنل د جوړېدو چارې پېل شوې. یاد ترمینل به د کندهار ختځ کې پر ۵۸۲ جریبه ځمکه د درېوو کلونو په موده کې د ۵۰۲ میلیونه افغانيو په ارزښت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت له لوري جوړېږي.
مسوولان وایي، د دې ترمینل جوړېدو سره به کندهار کې ترافيکي ګڼهګوڼه کمه شي.
د کندهار د ټرانسپورټ ریاست مرستیال عصمتالله عاصم وویل: «دغه نوی ترمینل به د نهه زره باروړنکو موټرو لپاره معياري تمځای ولري او ورسره به سړې خونې، جومات، ښه سړکونه، شنه ساحه، انټرنټ او د موټرو د ثبت عصري کمپیوټري سیستم هم شامل وي.»
بلخوا د تړون کوونکي شرکت مشر نيازاحمد احمدي وایي: «موږ باور لرو چې د دې پروژې پلي کېدل به د ښاري او باروړونکو موټرو نظم ښه کړي او د ښار په ټرافيکي حالت کې به مثبت اغېز وکړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوه موټرچلوونکي ګلاب شاه وویل: «موږ د دې ترمینل جوړېدو ته خوشبین یو، ځکه له دې سره به د باروړنکو موټرو د پارک او تګ راتګ ستونزې راکمې شي.»
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د مسوولانو په خبره، د باروړونکو موټرو د ترمینل د جوړېدو ترڅنګ، د کابل–کندهار د مسافروړونکو موټرو د ترمینل جوړېدو چارې هم پنځوس سلنه بشپړې شوې دي.