Asset 1SWN

بلخ کې د سوند توکو د پېر او پلور ځانګړی بازار پرانېستل شوی

IMG-20250917-WA0048

د بلخ  محلي چارواکي وايي چې د سوند توکو د بیو کنټرول او د احتکار د مخنیوي لپاره (چهارشنبه، وږي ۲۶) په مزار شریف ښار کې د سوند توکو ځانګړی بازار پرانېستل شوی دی.

په مزارشریف ښار کې د مزار هوتل د تجارتي مرکز مسوول مصطفی مهمند، د دې بازار د پرانېستلو اصلي لامل د ښو تجارتي خدمتونو وړاندې کول او په بازار کې د اسانتیاوو برابرول شودلي دي.

هغه وویل: «خوشبختانه نن یو ځانګړی بازار پرانیستل شو. د دې مرکز د فعالیت په پیل سره به نرخونه په منظم ډول ټاکل کېږي او سوداګر کولی شي، په منظمو نرخونو تېل او ګاز وپلوري. د پرانیستونکې غونډه کې سوداګرو توکي په مناسبو نرخونو لیلام کړل.»

یوشمېر محلي سوداګرو هم د دې نوښت هرکلی کړی او هیله څرګنده کړې چې دا بازار به په بیو کې ثبات، بازار ته اعتبار او پر پیرودونکو اسانتیا راولي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بلخ یوه ځايي سوداګر، جاوید شیرزاد وویل: «دغه بازار کولای شي، مشتریانو ته د تېلو او ګازو د پېر او خرڅ لپاره روښانه او معتبر ادرس برابر کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ورځو کې د تېلو په بیو کې بدلون راغلی او د راپورونو له مخې، ګاز شاوخوا درې افغانۍ او د تېلو هر لیتر قیمت له درې څخه تر شپږ افغانیو پورې لوړ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د یاد بازارا اصلي موخه د مصرف‌کوونکو د حقونو ساتنه، د تېلو د توکو د بیو شفاف کول او د احتکار مخنیوی بلل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام