د کونړ مرکز اسعداباد اړوند «څاګي» سيمه کې د ۱۸.۵ ميليون افغانيو په ارزښت د يوه منځني ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کونړ د پوهنې رييس محبالله حیدري ويلي، دغه ښوونځی د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ په دوو پوړونو کې جوړ شوی چې د ټولګيو او ادارې ۱۲ خونې، تشنابونو او د برښنا سيستم لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه ښوونځي په جوړېدو سره د سیمې ۲۰۰۰ زدهکوونکو ته د زدکړې زمینه برابره شوه.
د چارواکو په وینا، دغه ښوونځی په لوړ معيار جوړ او حالاتو ته په کتو یې د زدکوونکو لپاره ټولې اسانتياوې برابرې کړي دي.