د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري په برهکي برک ولسوالي کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.
د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب ته وویل، د دغې لېسې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د یونېسف په همکارۍ د جاپان د شاوخوا ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
عرب همدارنګه زیاته کړه، «په یادې جوړېدونکې ودانۍ کې ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، احاطوي دېوال ، د لمریزې برېښنا سیستم،د پاکو اوبو شبکه ، د لاس مینځلو ځایونه،کانکریټي کثافت دانۍ او ۵ مبرزونه په پام کې نیول شوي دي. »
نوموړي وویل چې د یاد ښوونځي ودانۍ له جوړيدو وروسته به سلګونه زده کوونکو ته د لیک لوست خوندي چاپیریال برابر شي.
د برهکي برک ولسوالي یوه اوسېدونکي خان زرین سلاموطندار ته وویل، خوښ ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري په برهکي برک ولسوالي کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.
نوموړي له پوهنې وزارت څخه وغوښتل چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او لرو پرتو ولسوالیو کې هم هغه ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې کړي چې اوس یې، زدهکوونکي په ازاده فضا کې په لیکلوست بوخت دي.