Asset 1SWN

لوګر کې په ۱۳میلیونه افغانیو یو سړک او پل‌چکونه جوړېږي

1b4e067d-d3e9-4b81-bfb3-b0da3f3150f8

د پل‌علم ښاروالي مسوولان وایي، د ښار د هوني‌سفلی په سیمه کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پراختیایي پروژې عملي چارې پیل شوې دي.

له پل‌علم ښاروالي څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پروژه کې د درې کیلومتره سړک جوړول، د ۵۵۰ متره ویالې کیندنه او جوړول، د اووه متره سور سړک رغول او همدارنګه د ۱۵ پل‌چکونو جوړول شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، یاده پروژه د ښاروالي د پراختیایي بودیجې له لارې تمویلېږي او ټاکل شوې چې چارې یې د قراردادي شرکت له لوري د راتلونکو دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د معلوماتو له مخې، د پروژې له کاري بهیر څخه د انجنیري ټیم له لوري پرله‌پسې تخنیکي څارنه کېږي، څو چارې د ټاکل شویو معیارونو سره سم او په لوړ کیفیت ترسره شي.

چارواکي وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته بنسټیزې ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرې شي او د تګ‌راتګ اړوند شته ستونزې به تر ډېره حل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام