د فاریاب د اقتصاد ریاست د مطبوعاتو مسوول محبوبالله ایلبیګي وايي، دغه مرغه د لوږې او کمزورۍ له امله د فاریاب ولایتي روغتون په انګړ کې لوېدلی و چې تر پاملرنې وروسته بېرته طبیعت ته خوشې شوی دی.
د نوموړي په وینا، د بوتیمار په نوم دغه مرغه، د روغتون د مینهناکو او د طبیعت ساتنې حسلرونکو کارکوونکو له لوري ورته پاملرنه شوې او د ژغورنې لپاره یې اوبه او دانه برابرې شوې وه.
هغه زیاته کړه چې د یاد روغتون کارکوونکو دغه مرغه تر څو ورځو ساتنې او درملنې وروسته خپله روغتیا بېرته ترلاسه کړه او د الوتلو توان یې وموند.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د فاریاب د اقتصاد ریاست د مطبوعاتو مسوول محبوبالله ایلبیګي په وینا، وروسته د روغتون کارکوونکو یاد مرغه د فاریاب د چاپېریال ساتنې ریاست ته سپارلی دی.
د ده په وینا، د وزیرانو د ریاست د ۱۱۴ شمېرې لارښود پر بنسټ، د فاریاب د چاپېریال ساتنې ریاست دغه مرغه په یوه خوندي او طبیعي سیمه کې بېرته طبیعت ته خوشې کړی