خوست کې چارواکي وايي چې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت د عامه خدمتونو نوې ودانۍ جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د خوست ولايت مقام څخه نن پنجشنبه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په اداري کمپلیکس کې د عامه خدمتونو لپاره نوې وداني جوړه او ګټېاخيستنې ته يې وسپارله.
خبرپاڼه کې د خوست والي مولوي عبدالله مختار له قوله ویل شوي چې دغې ودانۍ په جوړېدو سره به مراجعينو اسانتیاوې رامنځته شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې د کورنیو چارو وزارت د تاسیساتو رییس مولوي فضلالرحمن ويلي چې یاد تعمیر کورنيو چارو وزارت د لس میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شوی چې په ودانۍ کې د ښځینه او نارینه مراجعینو لپاره جلا اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د يادې ودانۍ د فعالېدو سره به خلکو ته ډيری خدمتونه په اسانه او کم وخت کې ترسره کيږي.