د لوګر د پلعلم ښاروالۍ له لوري د دغه ولایت په کچه د (ښاري خبرواترو پروګرام) جوړ شوی چې پهکې د ولایت په کچه د سکتوري ریاستونو ریيسانو، علماو، قومي مشرانو، ځوانانو او عامو ښاریانو ګډون کړی وو.
په جوړې شوې غونډه کې د لوګر یوشمیر اوسېدونکو د پلعلم ښار د پراختیا، سړکونو، پارکونو، ښاري خدماتو، برښنا، روغتیا، پوهنې او ښاري فرهنګ برخه کې شته ستونزې له مسؤولینو سره شریکې کړې او له مسؤلو ادارو یې وغوښتل چې یادو ستونزو ته ژر تر ژره رسیده ګي وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
جوړې شوې ناستې ته د پلعلم ښاروال مولوي محمدشاکر ثاقب د دغه پروګرام موخه له مسوولانو سره د ملت لاډېره همغږي او خواله یاده کړه.
نوموړي زیاته کړه چې دې پروګرام کې مسوولان خپلې لاستهراوړنې او خدمتونه له ښاریانو او رسنیو سره شریکوي او هم ښاریان له مسوولانو د هغوی د کړنو په اړه پوښتنې کوي.
ثاقب پلعلم ښاریانو ته د ښاروالۍ له لوري د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو خبره وکړه او ټینګار یې وکړ، چې ښاریان دې له ښاروالۍ سره خپله همکاري لاډېره کړي.
بلخوا د لوګر ولایت د برېښنا رئیس مولوي محمدفهیم منصور وویل، چې سږکال يې دې ولايت کې د برېښنا برخه کې د څه باندې ١٦٠میلیونه افغانیو په ارزښت ګڼې پروژې پلې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د مرکز پل علم اړوند شولک او پیارخېلو کلیو ته د برېښنا لېږد روان دی او هڅه کوي، چې ټول لوګر ته برېښنا ورسوي.
د غونډې په يای کې ولایتي مسوولنیو د ولس ځينې پوښتنې او نیوکي هم ځواک کړې.