Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې یو «کاهن» نیول شوی

هلمند

په هلمند کې د امربالمعروف و نهې عن‌المنکر ریاست اړوند چارواکو د ناوې ولسوالي اړوند سیمه کې یو کاهن نیولی دی.

د چارواکو په وینا، دغه کم عمره ماشوم به د پېریانو د تسخیر او د غیبي خبرو ادعا کوله او په دې پلمو به یې، له خلکو پیسې اخیستې.

د هلمند د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست چارواکي وايي، یاد کس چې یو کم عمره هلک دی، له څه مودې راهیسې یې ځان پیر معرفي کاوه او خلکو ته به یې ویل چې پېریان یې تسخیر کړي دي.

د چارواکو په وینا، نوموړي به له خلکو د ستونزو د حل، د غیبوخبرتیا او د بدبختیو د ختمولو په پلمه پیسې اخیستې. په ورته مهال د علماوو، محتسیبینو او د امربالمعروف کارکوونکو له‌خوا تر څېړنو وروسته، ثابته شوه چې دا ادعاوې بې‌بنسټه وې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، دا لومړی ځل نه‌دی چې د خلکو د تېراېستلو په تور ورته کسان نیول کېږي؛ له دې وړاندې هم دې ریاست له داسې کسان نیولي او اړونده عدلي او قضایي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

چارواکي وایي چې د دیني ارزښتونو د سپکاوي، دروغجن تصوف او د خلکو د فریب لپاره هېڅ ډول زغم نه‌لري. دوی له خلکو غواړي چې که له دې ډول کسانو سره مخ کېږي، سملاسي دې چارواکو ته خبر ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام