Asset 1SWN

پنجشیر کې یو کس په خپل شخصي لګښت په ۳۵زره ډالرو یو کلینیک جوړوي

سشیشسیشیسشسی

 د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت د حصه‌ اول ولسوالي  یو اوسېدونکی په خپل شخصي لګښت په ۳۵زره ډالرو د خلکو د روغتیا لپاره یو کلینیک جوړوي.

د پنجشېر د عامې روغتیا رییس حجت‌الله محمد نن چهارشنبه، (وږي پنځمه) وویل چې دغه کس حاجي سیدمحمود نومېږي او د جرویش کلي اوسېدونکی دی. نوموړي د ۳۵زره امریکایي ډالرو په ارزښت خپله شخصي شتمني د دې روغتیايي مرکز د جوړېدو لپاره ځانګړې کړې ده.

محمدي زیاته کړه، که څه هم د کلینیک د جوړېدو په اړه بشپړ تخنیکي جزئیات تراوسه نه‌دي ورکړل شوي، خو دا مرکز به پر هغه ځمکه جوړ شي چې د کلي اوسېدونکو مخکې له مخکې ځانګړې کړې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس زیاته کړه چې د یاد کس دغه اقدام د درناوي وړ دی او د دې ریاست یو پلاوی د حاجي سیدمحمود له استازي او د کلي له یوشمېر اوسېدونکو سره لیدلي دي.

هغه د حاجي سید محمود دغه خیریه ګام وستایه او پر نورو شتمنو یې هم غږ وکړ چې د ټولنې د خدمت او خیر ښېګړڼې کارونو ته مخه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام