Asset 1SWN

لوګر کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

received_3132845273524290

د لوګر په مرکز پل‌علم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو یو ورځنی نندارتون  جوړ شوی دی. په جوړ شوي نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې شول.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم جوړ شوي نندارتون پرمهال سلام‌وطندار ته وویل، د کتابونو دغه نندارتون جوړېدو څخه یې موخه ځوانان کتاب او مطالعې ته رابلل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صمیم زیاته کړه، د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د ځوانانو لېوالتیا له کتاب او مطالعې سره زیاته شوې او هڅه پیل شوې چې ورته نندارتونونه په مرکز پل‌علم او یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم جوړ کړي.

د جوړ شوي نندارتون یوه ګډونوال الیاس سلام‌وطندار ته وويل، د دې ډول نندارتونونو د جوړېدو له لارې به ځوانان د کتاب او مطالعې په ارزښت وپوهېږي.

نوموړي د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه وغوښتل چې د مطالعې دود د را ژوندي کولو په موخه ورته پروګرامونه د ولسوالیو او کلیو په کچه هم جوړ کړي.

د نندارتون يوه بل ګډونوال صديق‌الله ته وويل، اړتيا ده چې د ولايت په کچه له محلي رسنيو او غونډو له لارې ځوانانو ته د مطالعې ګټو په اړه پوهاوی وشي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د مطالعې دود پراختیا لپاره ورته نندارتونونه جوړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام