Asset 1SWN

سلام وطندار

یوشمېر ځوانان: د کاري فرصتونو نشتوالي کډوالۍ ته اړ کړي یو

ځوانان ایران ته کډوالي

یو شمېر ځوانان وایي چې د اقتصادي ستونزو او هېواد کې د کاري فرصتونو نشتوالي له امله اړ دي چې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره ایران ته کډوال شي.

ظاهر چې ۲۷ کلن دی او د غور اوسېدونکی دی، د هرات پوهنتون اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی.

دی وایي چې له دریو کلونو راهیسې یې د کار موندلو هڅو پایله نه ده ورکړې او اوس د کار لپاره ایران ته د تګ په اړه فکر کوي.

ده وویل، پلان لري له “غیري قانوني لارو” کډوالي وکړي.

«زموږ اقتصادي حالت دومره خراب دی چې له زده‌کړې څخه مو ګټه وانه خیسته او ونه توانېدو چې د ځان لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړو. له بده‌مرغه ما پرېکړه کړې چې د سختو اقتصادي ستونزو له امله ایران ته لاړ شم.»

همداشان ۲۴ کلن سمیع‌الله چې د هرات اوسېدونکی او د یوې څلور کسیزې کورنۍ سرپرست هم دی وایي، د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره اړ شوی ایران ته د تګ پرېکړه وکړي.

«زموږ د کورنۍ لګښتونه او خوراک ډېر دی، د خوراکي توکو بیې هم لوړې دي، نو مجبور یو چې ایران ته ولاړ شو. موږ غواړو چې په افغانستان کې د کار زمینه راته برابره شي.»

د نیمروز اوسېدونکی ۲۸ کلن وکیل احمد بیا له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې هېواد کې د ځوانانو لپاره د کار زمینې برابرې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«موږ د خپلې بې‌وسۍ او ستونزو له امله مجبوره یو چې ایران ته لاړ شو، تر څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړو. له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې زموږ لپاره د کار زمینه برابره کړي، تر څو موږ اړ نه شو چې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شو.»

ورته مهال، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وایي، دغه وزارت د هېوادوالو، په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو راستانه شویو کډوالو لپاره، د کار موندنې او کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو یو لړ پروګرامونه په پام کې لري.

د دغه وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي، وایي: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو پروګرامونه په پام کې لري. همداراز، هغه کډوال چې د روان کال له پیل راهیسې افغانستان ته راستانه شوي، تر اوسه پورې ۱۴۰ زره کسانو نوم‌لیکنه کړې. موږ هڅه کوو چې هغوی ته د کار زمینه برابره کړو.»

په همدې حال کې، د ایران د خراسان رضوي سرحدي قومندان مجید شجاع تازه ویلي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د دې ولایت له پولو د افغان کډوال ورتلل د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره زیات شوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل څخه د سنبلې میاشتې تر پایه، له ایران څخه تر ۱۸۰ زرو زیاتې کورنۍ، یا خو په زور ایستل شوې او یا هم په خپله خوښه هیواد ته راغلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام