د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د پوځي نښتو له دوام سره هممهاله، د کاپیسا، زابل، خوست او کونړ یوشمېر اوسېدونکي وایي چې تېره شپه په یادو ولایتونو کې په وقفي ډول نښتې او هوايي بریدونه شوي دي.
د وروستیو راپورونو له مخې، تېره شپه د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیا د څمکنیو ولسوالي، د خوست د ځاځيمیدان او عليشېرو ولسوالیو، د کونړ د سرکاڼو ولسوالي او همداراز د زابل په اوږدو کې د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه سیمې په نښه کړې دي.
د کونړ او خوست اوسېدونکي، عزیزالله او سحر وایي چې د پاکستان د بریدونو له امله په دوی پورې اړوندو سیمو کې مرګژوبله او پراخې بېځایه کېدنې رامنځته شوې دي.
عزیزالله وايي: «تېره شپه زموږ پر کلي د پاکستان له لوري برید وشو، څو تنه ملکي وګړي شهیدان شول، بازارونه وتړل شول او خلک اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي. موږ د اسلامي امارت ملاتړ کوو او تر وروستي حده به د خپل وطن دفاع کوو.»
سحر بیا اندېښنه څرګندوي او وايي: «د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوځي ترینګلتیا خلک سخت اندېښمن کړي دي، ځکه هر ډول تاوتریخوالی د سرحدي سیمو اوسېدونکي بېکوره کوي. موږ له اسلامي امارته غواړو چې د خلکو امنیت لومړیتوب وګرځوي او د دې سیمو د اوسېدونکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.»
که څه هم د وروستیو بریدونو د دقیقو تلفاتو او مالي زیانونو رسمي شمېرې نهدي خپرې شوي، خو د ملي راډیو ټلوېزیون د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږترلږه څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۶ نور ټپیان دي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي.
د زابل د مرکز یو اوسېدونکی، شرفالدین، وايي: «پاکستاني الوتکې د خلکو پر کورونو، مکتبونو او مدرسو بریدونه کوي. دا حالت د منلو نه دی او باید د دې بریدونو د مخنیوي لپاره جدي حللارې وموندل شي.»
په همدې حال کې، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ختیځو او سویلي پولو کې د تاوتریخوالي زیاتوالي بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه بنسټ په وینا، نښتې په هغو سیمو کې شوې دي چې اوسېدونکي یې له مخکې هم له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ وو، او د پاکستان د هوايي بریدونو له امله شاوخوا شل زره کسان بېځایه شوي دي.
یوشمېر سیاسي شنونکي ټینګار کوي چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ روانې ترینګلتیاوې باید د پوځي لارو پر ځای د ډیپلوماټیکو هڅو له لارې حل شي. سیاسي شنونکی محمد صیام حلیم وايي: «د تاوتریخوالي کمول او د نښتو درول عملي ګامونو ته اړتیا لري، لکه د دواړو لورو ترمنځ د مستقیمو پوځي اړیکو رامنځته کول او د ستونزو د حل لپاره د سیمهییزو او څو اړخیزو ډیپلوماټیکو ناستو ترسره کول.»
بل شنونکی، حبیبالله جعفري، بیا وایي: «اوسني شرایط داسې دي چې نه پاکستان او نه افغانستان له جګړې اقتصادي ګټه اخلي. جګړه د دواړو هېوادونو په زیان ده، ښه ده چې دواړه لوري د سولې لار خپله کړي، له سرحدي شخړو ډډه وکړي او د خبرو له لارې عادي اړیکو ته ورسېږي.»
په داسې حال کې چې د دواړو لورو ترمنځ د نښتو د درېدو څرنګوالی لا هم روښانه نه دی، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټلیفوني خبرو کې د روان کړکېچ د حل لپاره د ډیپلوماټیکو لارو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې چمتو دی د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ د اوربند د بیا ټینګښت لپاره د هر ډول هڅو ملاتړ وکړي.