Asset 1SWN

سلام وطندار

د هلمند ناوه‌مېش ولسوالي امنیه قومنداني ته نوې ودانۍ جوړېږي

ناوه مېش

د هلمند ناوه‌مېش ولسوالي کې د امنیتي خدماتو د ښه‌والي او اداري چارو د تنظیم لپاره د امنیه قومنداني لپاره د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یادې ودانۍ جوړېدو لپاره یو میلیون او څلورسوه زره افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند امنیه قومنداني ویاند ملاعزت‌الله حقاني وایي، د ناوه‌مېش ولسوالي امنیه قومنداني پخوانۍ ودانۍ د کارونې نه‌وه او له همدې امله نوې ودانۍ جوړوي.

د نوموړي په وینا، دا ودانۍ به په معیاري ډول د دوو میاشتو په موده کې ورغول شي چې ځانګړې خونې او د غونډو تالار په‌کې شامل دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هلمند ناوه‌مېش ولسوالي کې د امنیه قومنداني نوې ودانۍ به د امنیتي خدماتو د ښه‌والي او خلکو ته د اسانتیاوو په برخه کې مهمه ونډه ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام