د پکتيکا ولایت مقام څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عامې روغتيا وزارت د مرستيال عبدالولي حقاني او نورو ولايتي چارواکو له لوري د عامې روغتيا رياست په انګړ کې د کتلوي معافيت لپاره د ۱۳ميليونه افغانيو په لګښت د نوې ودانی جوړېدو چارې پيل شوې.
خبرپاڼه زياتوي چې یاده ودانۍ به په دوه پوړونو کې د یونېسف ادارې په مالي او تخنیکي مرسته جوړه شي چې شاوخوا دیارلس میلیونه افغانۍ لګښت پرې کيږي او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد له قوله ویل شوي پکتيکا د روغتيا برخه کې لا ډېرې پاملرنې او امکاناتو ته اړتیا لري.
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايې خدماتو مرستيال مولوي عبدالولي حقاني ډاډ څرګند کړی چې د روغتيايي خدمتونو د ښهوالي او معياري کولو لپاره هڅه کوي.