د هلمند په ګرشک ولسوالي کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرسایکلونو خصوصي سوداګریز مارکېټ جوړ شوی دی.
د یاد مارکېت د پرانېستې مراسمو پرمهال د ګرشک ولسوال مرستیال شرافت وویل: «موږ هغه تجاران او پانګوال ستایو چې په خپلو سیمو کې د کار زمینه برابروي. دا ډول پانګونې نه یوازې د خلکو اقتصاد پیاوړی کوي، بلکې د بېکارۍ کچه هم راټیټوي.»
د مارکېټ مسوول حاجي روحالله اغا وايي چې دا پروژه یې د خپلو شخصي منابعو په مرسته جوړه کړې ده.
هغه وویل: «موږ دا مارکېټ د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ کړی، څو د موټرسایکلانو د پېر او پلور لپاره یو معیاري ځای ولرو. له دې لارې به ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او د سیمې سوداګر به له بېنظمۍ وژغورل شي.»
په ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یاد مارکېټ له جوړېدو خوښ دي او په وینا یې، خلکو ته یې، اسانتیاوې برابرې کړې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالکریم وویل: «پخوا به د موټرسایکلونو کاروبار په بېلابېلو ځایونو کې کېده، نه نظم و نه امنیت؛ اوس دا نوی مارکېټ هم منظم دی، هم خوندي، او خلکو ته یې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.»
د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر نعمتالله سلیم وايي، دا ډول پروژې د سیمهییز اقتصاد د ودې لپاره ډېرې ګټورې دي.
هغه وویل: «کله چې خصوصي سکتور په لرې پرتو سیمو کې پانګونه کوي، د خلکو د عاید سرچینې زیاتېږي، د پیسو دوران پیاوړی کېږي او کاروباري فضا فعاله کېږي. د ګرشک دا پروژه د خصوصي سکتور د مثبت رول ښه بېلګه ده.»
هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د اوږدو جګړو له امله یې اقتصادي زیربناوې زیانمنې شوې دي.
په وروستیو کلونو کې د خصوصي سکتور هڅې د پام وړ دي او د ګرشک ولسوالي دا نوی مارکېټ د سیمې د اقتصادي راژونديکېدو ته یو روښانه ګام بلل کېږي.