Asset 1SWN

سلام وطندار

پروان کې په ۳۸زره ډالرو یو جومات جوړ شوی

4

د پروان ځایي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوه سوداګر په شخصي لګښت یو جومات جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د پروان د والي ویاند سیدحکمت‌الله شمیم ویلي، دا جومات د مرکز اړوند د معلمینو په ښارګوټي کې د میرزا علي احمد خان بایاني د زامنو له لوري د خلکو د درې زره ډالرو ونډې په ګډون د ټولټال ۳۸زره ډالرو په لګښت، په اساسي ډول او په یوه پوړ کې جوړ شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د پروان والي محمدادریس انوري د جومات د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، دا د خوښۍ ځای دی چې خلک د خدای د دین د خدمت لپاره په ازادانه ډول هڅې کوي.

نوموړي د یاد جومات له مرسته‌کوونکو څخه مننه هم وکړه. د مسوولانو په وینا، یاد جومات په یوه وخت کې د سلګونو لمونځ کوونکو د ځایېدو ظرفیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام