د نیمروز ولایتي مسوولان وايي چې نن پنجشنبه د زمري ۳۰مه د دې ولایت د پلابریشم په سیمه کې یو جومات ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د نیمروز والي، محمدقاسم خالد، د جوماتونو جوړول د ټولنې له اساسي اړتیاوو وبلل او زیاته یې کړه: «جومات یوازې د لمانځه او عبادت ځای نه دی، بلکې د مسلمان د نسل روزنې، د خلکو ترمنځ د یووالي د رامنځتهکولو او د ټولنیزو ستونزو د هوارولو مهم مرکز هم دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، یاد جومات پر ۲۰۰ متره مربع ځمکه کې د اوو میاشتو په موده کې جوړ شوی او ۲۵۰ لمونځکوونکي پهکې ځایېږي.
د نیمروز والي څرګنده کړه چې د دې جومات د جوړېدو لګښت درې میلیونه او ۱۷۶زره افغانۍ دی چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لهخوا ورکړل شوی دی.