د الفتح جومات چې د لوګر استیناف محکمې کې جوړ شوی، نن «سهشنبه، وږي ۱۱مه» د سترې محکمې د اداري مرستیال او د ولایت ملکي او نظامي مسوولینو له لوري پرانېستل شو.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمدصدیقي سلاموطندار ته وویل چې دغه جومات په پاخه او اساسي توګه په دوو پوړونو کې د پنځو میاشتو موده کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د حج او اوقافو وزارت په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.
دغه جومات د شاوخوا ۶۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، پرانېستل شوي جومات ودانۍ د عبادت کوونکو لپاره هر اړخیزې اسانتیاوې لري.
د ویلو ده چې له څه وخت راهیسې د لوګر بېلابېلو سیمو کې د ولسي خلکو په مالي ملاتړ څو نورو جوماتونو او دینې مدرسو د جوړولو چارې هم پیل شوي دي.