Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې په ۱۰۰زره ډالرو یو جومات جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی

ac4d70d2-ab2c-466c-956d-51771c111303

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې دغه جامع جومات د جغتو ولسوالي په «سیده کلي» کې د دغه ولایت د یوه اوسېدونکي په شخصي لګښت جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد جومات پرانېست‌غونډې ته د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ وویل، دغه جامع جومات د ابراهیم خلیل الله په نوم نومول شوی چې د یوه کس د سل زره امریکایي ډالرو په شخصي لګښت د یوه کال په ترڅ کې جوړ شوي چې په یو وخت د ۶۰۰ لمونځ‌کوونکو ظرفیت لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

معاذ زیاته کړه، د جوماتونو جوړول یوه صدق ده او د دغه ولایت سوداګرو او خیرخواه خلکو څخه یې، وغوښتل چې په بیارغونې کې د ا.ا له چارواکو سره همکاري وکړي.

د مرکز میدانښار یوه اوسېدونکي محمدالله سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د حاجي نوید په نوم یوه کس په جغتو ولسوالي کې یو لوي جامع جومات لپاره ودانۍ جوړه کړه.

نوموړي د یاد ولایت په ملي سوداګرو غږ وکړ چې د جوماتونو ترڅنګ هغه ښوونځیو ته هم په خپل شخصي لګښت ودانۍ جوړې کړې چې اوس یې، زده‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې په لیک‌لوست بوخت دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

باید وویل شي چې د تېرو دوه اوونیو راهیسې په مرکز میدانښار او سیداباد ولسوالي کې د خلکو له لوري ۴۷ میلیونه افغانۍ مرسته شوې چې دغه پیسې به د جوماتونو په ودانیو لګول کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام