Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې په پنځه میلیونه افغانیو جومات جوړېږي

d3754110-2c8e-44ee-b39d-5e93facdd1cd

د لوګر محلي مسوولان وایي چې د ولسي خلکو او سوداګرو په مالي ملاتړ د بره‌کي‌برک ولسوالي اړوند «توري‌خېلو» سیمه کې د قبا په نوم یوه جومات ته د پنځه میلیونه افغانیو په مالي لګښت ودانۍ جوړېږي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، سیمه‌ییزو مسوولینو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


جوړې شوې غونډې ته د یادې سیمې یوه قومي مشر قاري رحمت‌الله مهاجر وویل؛ دغه جومات یو پوړ کې په پاخه او اساسي توګه ۱۰۰۰ متر مربع ځمکه باندې د ۵ میلیونه  افغانیو په لګښت د ملي سوداګرو په مالي ملاتړ جوړیږي چې یوه وخت کې به د شاوخوا ۱۱۰۰ لمونځ‌کوونکو ظرفیت لري.

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې یو شمیر جوماتونو ته د ولسي وګړو او سوداګرو په مالي ملاتړ ورته ودانۍ جوړې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام