د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې هغه کس نیولی چې د نبوت دعوه یې کوله..
د یاد ولایت د امربالمعروف، نهېعنالمنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسوولانو په وینا، دا کس د قادس ولسوالي اوسېدونکی دی.
د مسوولانو په وینا، یاد کس ادعا لرله چې ورته الهام شوی او غیبي غږونه اوري او پر همدې بنسټ یې د نبوت دعوه کړې وه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغوی زیاتوي چې د نوموړي روغتیایي او رواني وضعیت عادي ارزول شوی او کومه څرګنده رواني ناروغي نهلري.
بلخوا د یاد وزارت ویاند سیفالاسلام خېبر د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې وزارت د خرافاتو او هغو غیرشرعي کړنو پر وړاندې جدي اقدامات کوي چې ټولنه بېلارې کوي.
چارواکي وایي، نیول شوی کس د شرعي پرېکړې لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.