Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د څارویو یو مسلخ جوړ شوی

5b94112f-ca6c-4e08-ad91-cfbf500a03db

د لوګر په محمداغې ولسوالي کې د ښاروالي په هڅو د څارویو د حلالې لپاره یو معیاري مسلخ جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د لوګر د والي ویاند صدیق احمدصدیقي سلام‌وطندار ته وویل، دغه مسلخ د ۵۰۰ متره مربع ځمکې پر سر د اجمل په نوم د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري جوړ شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه چې د یادې پروژې ټول لګښت شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ دی، په یو وخت کې د ۶۰ څارویو د ساتلو ظرفیت لري او د پل قندهاري، زاهداباد او واغجان بازارونو شاوخوا ۲۵ قصابان به ترې استفاده کوي.

د مسوولانو په وینا، د دې مسلخ د جوړېدو موخه د ناروغو حیواناتو له غیرمعیاري حلالېدو مخنیوی، د عامې روغتیا ساتنه، او د ټولنې له بېلابېلو ناروغیو څخه وقایه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام