په داسې حال کې چې لرې پرتو سیمو کې د ښځو لپاره د کار او عاید فرصتونه محدود دي، خو د کونړ نرنګ ولسوالۍ کې یوې میرمنې د کورني تولید له لارې د ځان او خپلې کورنۍ لپاره د حلال رزق لاره پرانیستې.
نادیه وایي، درې کاله وړاندې یې د اقتصادي ستونزو له امله د وطني اچارو جوړولو کار پیل کړ او اوس توانېدلې د کور له دننه د خپلې اووه کسیزې کورنۍ ملاتړ وکړي.
هغې وویل، د وطني اچارو جوړولو کار یې هغه مهال پیل کړ چې د کور اقتصادي وضعیت یې له ستونزو سره مخ و او د مېړه عاید یې د کور اړتیاوې نه پوره کولې.
نوموړې د خپل کار په اړه سلاموطندار ته وايي: «د اقتصادي ستونزو له امله مې دا کار پیل کړ، د مېړه عاید بسنه نهکوله، نو غوښتل مې چې د کور له دننه ماشومانو ته ښه راتلونکی برابر کړم.»
نادیه اوس د کچالو، ګازرو، شنو مرچکو، لیمو او آم اچار تولیدوي.
د دې ترڅنګ وچه نعناع، وچ مرچ او په کور کې جوړې شوې مسالې هم بازار ته وړاندې کوي. د هغې په وینا، د خلکو باور ورځ تر بلې زیات کیږي او پېرېدونکي یې هم ډېر شوي.
«لحمدلله اوس مې کار ښه روان دی، خو لا هم د پراختیا لپاره ملاتړ ته اړتیا لرو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نادیه وایي، میاشتنی عاید یې له ۸ زره تر ۱۲ زره افغانیو پورې رسېږي چې د خوراکي توکو، د ماشومانو د زدهکړو او د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو کې ورسره مرسته کوي.
اخوا، د کونړ د صنعت او سوداګرۍ ریاست د سوداګریزو چارو او مصرف کوونکو ملاتړ عمومي مدیر وایي، دې ولایت کې د ښځو کوچني کاروبارونه لکه خیاطي، غالۍ جوړول، سلمهدوزي او ګلدوزي برخو کې شته ستونزې يې حل کړي او لا هم په دې برخه کې د هغوی ملاتړ ته دوام ورکوي.
د کونړ د صنعت او سوداګرۍ ریاست د سوداګریزو چارو او مصرف کوونکو ملاتړ عمومي مدیر تسبح الله یاد په دې اړه وویل:
«په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا دوه سوه څلوېښتو ښځو ته مسلکي روزنې برابرې شوې دي او نږدې دوه سوه ښځو ته د کاروبار پراختیا او بازارموندنې په برخه کې ټرېنینګونه ورکړل شوي دي، همدارنګه یو شمېر ښځو ته مالي مرسته او ماشین الات هم وېشل شوي دي.»
ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکی انجنیرعبدالطیف سالارزی وایي، کوچني کاروبارونه د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ لپاره مهم رول لري.
«دا ډول کاروبارونه نه یوازې د یوې کورنۍ اقتصاد پیاوړی کوي، بلکې نورو بېروزګاره ښځو ته هم د کار زمینه برابروي او د ټولنې پر اقتصادي وده مثبت اغېز لري.»
د نادیې کیسه ښيي چې که ښځو ته مناسب ملاتړ، روزنه او بازار ته د لاسرسي زمینه برابره شي، نو هغوی کولی شي د خپلو کورنیو اقتصادي بار کم کړي او د ځان بساینې پر لور پیاوړي ګامونه واخلي.