Asset 1SWN

 میدان‌وردګ کې «پنځه ستوري» په نوم هوټل پرانېستل شو

23747cd4-c208-4adb-9c77-72f047b38ea4

د میدان‌وردګ کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د یوه کس په شخصي لګښت د «پنځه ستوري» په نوم هوټل جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د میدان ښار ښاروال عبدالله دروېش وویل، دغه هوټل په عصري او معیاري ډول د تېر یوه کال په ترڅ کې د انجینیر نثاراحمد په شخصي پانګونه جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي په نورو پانګوالو هم غږ وکړ چې په کور دننه پانګونه وکړي او وزګارو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

همدارنګه د میدان‌وردګ والي بختیار معاذ وویل، تر بل هر وخته میدان‌وردګ کې د پانګوالو لپاره د پانګونې فرصتونه برابر شوي او اړتیا ده چې افغان پانګوال خپلې پانګې په خپل هېواد کې په کار واچوي.

نوموړي زیاته کړه چې د سرپرست حکومت د پانګوالو ملاتړ کوي او د دوی پر وړاندې هر ډول ستونزې به هواري کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې دا لومړی ځل دی چې په میدان‌وردګ کې د یوه پانګوال له لوري په خپل شخصي لګښت د یو عصري او معیاري هوټل جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام